اراده چې د بهر میشتو افغانانو یو ناپیلی، مستقل او غیر سیاسي تنظیم دی، په افغانستان کې د روان سیاسی حالت چې یو بشري ناورين ترې جوړیدای شي، په اړه ډیر مشوش دی, او ټولو خواوو ته د ډیر زیات احتیاط، او د روان کړکېچ د تلپاتي سوله ایز حل لپاره غږ کوي، تر څو یو داسې چاپیریال رامنځ ته شي چې د استقرار، مساوات، د قانون حاکمیت او د افغانستان د ټولو وګړو د حقوقو احترام پکې خوندي وي. د افغانستان وګړو چې په نرانو، ښځينه او کوچنیانو مشتمل دي، د خپل ژوند د ساتنې لپاره د خپلو کورونو په پریښودو مجبوریدل او د امنيت په پلټنه کې د شین اسمان لاندې، پرته له خواړو او اوبو اوسیدو ته اړ کیدلو، اراده ډیره زیاته زورلې ده.همدا راز اراده په ټولو هیوادونو، ملګرو ملتونو، او د بشري مرستو په تنطیمونو غږ کوي چې په افغانستان کې په چټکتیا سره د پراخیدونکي بشري بحران چې د وچکالۍ او د کوویډ ۱۹ د دریمې حملې له کبله لا نور پراخه شویدی، د مخنیوي لپاره ګړندي ګامونه واخلي او په بشپړ سخاوت سره مرستې وکړي.اراده چمتو ده چې په دې اړه د ټولو ښکیل ارګانونو سره خپل مسلکي مرستې شریکې کړي تر څو مستحقینو ته د بشري مرستو په وخت رسیدل او توزیع یقیني شي، او د افغانستان د اوږدمهاله دوامدار پرمختګ په هلو ځلو کې خپل مسلکي همکاران متحرک او شامل کړي.